زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/07/22 - 04:42:4
زيارة: 237
مشاركة مع الـأصدقاء

طالبان زموږ احسانمند دي، غلامان نه دي
 طالبان زموږ احسانمند دي، غلامان نه دي

انصار: (د زمري لومړۍ)، د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان وایي، په افغانستان کې واک ته رسېدلي طالبان د پاکستان احسانمند دي، خو غلامان یې نه دي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې د پاکستان او پر افغانستان د واکمنو طالبانو وروستیو ناندریو ته په اشارې وویل، چې په دې برخه کې یې افغانستان ته د سفر پر مهال د حل معقولې هڅې وکړې، خو د پاکستان د واکمنو د نه همکارۍ له امله دا هڅې بې پایلې پاتې دي.

فضل الرحمان له زیاتو جزئیاتو پرته وویل، چې د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله سره لیدنه کې یې پر داسې طرحې سلا شوې وه، چې له مخې یې له افغان خاورې د پاکستان خلاف بریدونه پای ته ورسیږي او پاکستان خوندي شي.

د هغه په وینا، یوازې تحریک طالبان پاکستان نه؛ بلکې شل نورې ډلې هم چې د افغان جمهوري نظام خلاف طالبانو سره یو ځای جنیګدل، اوس د دوی تر واک لاندې افغانستان کې شته او فعال دي.

فضل الرحمان زیاتوي، چې د طالبانو د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال پاکستان ۴۰ زره پاکستاني جنګیالي دغه هېواد ته استولي وو، چې اوس بیرته د دغه هېواد خلاف جنګیږي.

نوموړي پاکستان په دې کې پړ وباله، چې د خپلو نا امنیو ټوله ملامتي د افغانستان پر طالب واکمنو اچوي او خپله پکې مسوولیت نه مني.

د ده په وینا، که د پاکستان خلاف برید کوونکي پر ډیورنډ کرښه اوړي او پاکستان یې په نه مخنیوي کې د افغانستان واکمنان ګرموي، پاکستان یې باید د کرښې دې غاړې ته مخه ونیسي؛ څه چې د ده په وینا پاکستان له مجهز پوځ او استخباراتو سره پرې نه دی بریالی شوی.

فضل الرحمان په ورته وخت کې وویل، چې په افغانستان کې د وسله والو پالنه د پاکستان تېروتنه وه، ځکه د دغه هېواد په شان میلیونونه افغانان ایران ته هم کډوال شوي وو، خو هغه هېواد د جنګي روزنې مرکزونه ورته نه وو جوړ کړي، چې وروسته ورته په سرخوږي بدل شوي وای.

دغه پاکستاني ملا دا هم وویل، چې پر افغانستان واکمنو طالبانو ته دا خبره سخته ده، چې پاکستان ضدو ډلو ته د پاکستان خلاف د هغوی جګړه جهاد ونه ګڼي، ځکه هغوی به ورته ووایي چې تاسې ولې د خپل نظام خلاف جنګیدئ او د جهاد نوم مو ورکړی و.

نوموړي له ټي ټي پي سره د مذاکراتو او نه مذاکراتو په اړه محتاطانه نظر ورکړ او ویې ویل، چې په تدبیر سره باید اوسنی وضعیت مهار شي، ځکه پاکستان په ځانګړي ډول پښتونخوا او بلوچستان کې ناورین سره مخ دی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32617






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم